۰

اورپايي ټولنه او ناټو: د روژې په احترام جګړه ودوروی

شنبی ۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۴
اروپايي ټولنې او ناټو یو ځل بیا افغانستان کې پر ښکېلو غاړو غږ کړي، چې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر جګړه ودوروي.
اورپايي ټولنه او ناټو: د روژې په احترام جګړه ودوروی
اروپايي ټولنې او ناټو یو ځل بیا افغانستان کې پر ښکېلو غاړو غږ کړي، چې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر جګړه ودوروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په جلا جلا پيغامونو کې افغان ملت ته د روژې میاشتې مبارکي ویلي اوهیله یې ښودلې، چې په افغانستانکې  جګړه پای ومومي.

د ناټو ملکي استازي نیکولاسکي په یو پیغام کې افغانانو ته د ښې روژې هیله کړې او ویلي یې دي دا روژه دې په افغانستان کې د جګړې د پای ټکی شي.

 په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون بیا وايي، سږنۍ روژه د کورونا له کبله متفاوته ده او دی هیله من دی چې دا روژه پر افغانانو روغتیا، یووالي او سوله کې تېره شي.

 افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې استازې دیبورا لیوینز هم ویلي، په داسې حال کې چې کورونا یو لوی ګواښ رامنځته کړی دی اړتیا ده چې د روژې په راتګ ښکیل لوري د اوربند نړیواله غوښتنه ومني او جګړه ودروي.

 د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ بیا د روژې په پیغام کې ویلي، چې افغانستان باید د سولې له فرصت څخه استفاده وکړي او طالبان هم باید چې تاوتریخوالی راکم کړي او مذاکراتو ته حاضر شي.

که څه هم دا څوم ځل دی، چې ملګري ملتونه، اروپايي ټولنه، ناټو، افغان حکومت او یو شمېر نورو هېوادونو پر طالبانو د اوربند غږ کړي، خوطالبانو تر اوسه نه ده منلې او دا خبره یې رد کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي