ملټري ټایمز ورځپاڼې د یوې تازه نظر پوښتنې پر اساس راپور ورکړي، چې اویا سلنه امریکایي نظامیان او د دوی کورنۍ له افغانستان د ټولو ځواکونو د وتلو ملاتړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه تازه نظر پوښتنه کې ویل شوي ۷۰ سلنه امریکايي نظامیان او همدا راز د دوی کورنۍ غواړي چې امریکا خپل ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان وباسي او په دې ټوګه دلته روانه جګړه ختمه کړي.
ملټري ټایمز وایي، په امریکا کې د یوه باوري بنسټ له لوري ترسره شوې دغه سروې همدا راز ښيي چې ډېر کم امریکایي نظامیان او امریکایي وګړي په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د حضور ملاتړ کوي.
د محافظه کاره فعالانو دغه ګروپ زیاته کړې، امریکایي وګړي په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا جګړه خورا اوږده شوه او نور نه غواړي امریکایان په دغه جګړه کې ښکېل وي.
د یادونې ده، چې ډېری امریکایانو دلته روانه جګړه بې موخې بللې او پر امریکایي حکومت یې غږ کړی چې ژر تر ژره خپل ځواکونه له افغانستان وباسي.
جمهورخبري آژانس:کابل