۰
د روغتیا نړیوال سازمان مشر:

کرونا ویروس به تر ډېره له انساني ټولنو سره وي

پنجشنبه ۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۱
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم وایي، کرونا ویروس به تر ډېره له انساني ټولنو سره وي نو باید له پوره احتیاط څخه کار واخستل شي.
کرونا ویروس به تر ډېره له انساني ټولنو سره وي
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم وایي، کرونا ویروس به تر ډېره له انساني ټولنو سره وي نو باید له پوره احتیاط څخه کار واخستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ادهانوم په یوه خبري غونډه کې ویلي نړیوال دې د سفرونو او کارونو لپاره بېړه نه کوي، ځکه کرونا ویروس زر ورکېدونکی نه دی.

نوموړي زیاته کړې،  ډېری هېوادونه دي چې لا هم هلته کرونا ویروس نه دی خپور شوی او یا یې د خپرېدو لومړني مراحل دي نو که سفرونه پيلېږي او خلک کاروبار ته ستنېږي کرونا ویروس به یو ځل بیا په ټوله نړۍ کې خپور شي.

ادهانوم ټینګار کړي، چې دغه ویروس دومره په اسانۍ نه ختمېږي او نړیوالو ته په کار ده چې له پوره احتیاط او تدابیرو کار واخلي.

د روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې دمګړی په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۲۶۳۷۶۸۱ ته رسېدلی دی.

دغه راز تر اوسه د کرونا ویروس له امله ۱۸۴۲۱۹ کسه مړه شوي هم دي، چې تر ټولو ډېره مړینه په امریکا کې ده.

په امریکا کې تر اوسه ۴۷۶۷۶ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي