۰

ملي امنیت د داعش د اړیکو پاکستانی مسوول نیولی دی

چهارشنبه ۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۸
د ملي امنیت ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د داعش د خراسان څانګې د اړیکو پاکستانۍ مسوول هم ونیوه.
ملي امنیت د داعش د اړیکو پاکستانی مسوول نیولی دی
د ملي امنیت ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د داعش د خراسان څانګې د اړیکو پاکستانۍ مسوول هم ونیوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت لوی ریاست وايي، د داعش د اړیکو مسوول منیب نومېږي، چې د پاکستان وګړی دی.

د ملي امنیت د ریاست د معلوماتو پر اساس منیب د جګړې په ډګر کې په ابوبلال، حارث، ابوهلال او ابوهمام نومونو مشهور او د داعش خراسان ډلې د مرکزي شورا غړی و.

یاد ریاست زیاتوي، چې پاکستانی منیب د داعش ډلې قاضي او له لشکرطیبې، حقاني شبکې، سپاه صحابه، جمعیت علمای اسلام او د طالبانو د پېښور شورا سره د داعش خراسان ډلې د همغږۍ او اړیکو مسوول و.

ملي امنیت زیاته کړې، چې دغه کس له القاعده ډلې سره غړیتوب درلود او وروسته له هغې ونیول شو چې د لشکر طیبې، حقاني شبکې او داعش اړیکې موږ ته رسوا شوې.

که څه هم ملي امنیت د دغه داعشي د نیول کېدو د ځای او وخت په اړه څه نه دي ویلي، خو پرون د کندهار امنیتي چارواکو خبر ورکړ، چې په دغه ولایت کې یې د داعش شپږ غړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي په سپین بولدک ولسوالي کې نیولي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال بارکزي ویلي و، نیول شوي کسان د باجوړ اوسېدونکي او د داعش ډلې مهم غړي دي، چې ورسره د مهمو نظامي مرکزونو د ادرس او فلم اخیستلو مهم وسایل نیول شوي دي.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، نیول شوي کسان د داعش د خراسان څانګې له نیول شوي مشر اسلم فاروقي سره تړاو لري.

اسلم فاروقي او د هغه ۱۹ مهم ملګري دوې اونۍ وړاندې د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ او کندهار ښار کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو لخوا نیول شوي وو.

د ملي امنیت عمومي ریاست تیره اونۍ ویلي و، اسلم فاروقي د داعش خراسان ډلي مشري کوي چې په نیول شویو ۱۹ ملګرو کې يې د پاکستان او بنګله دېش په ګډون د ځينو نورو هیوادونو اتباع هم شامل دي.

د داعش ډلې پاکستانی والي اسلم فاروقي له نیول کېدو وروسته افغان حکومت ته د طالبانو، القاعدې، حقاني شبکې او پاکستاني استخباراتو ژورې اړیکې روښانه شوې.

که څه هم پاکستان له افغانستان څخه غوښتي، چې اسلم فاروقي دوی ته وسپاري، خو افغان حکومت د پاکستان دغه غوښتنه په کلکه رد کړې او ویلي یې دي دوی له پاکستان سره داسې کوم تړون نه لري، چې زندانیان دې تبادلې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي