۰

افغان حکومت بیا له طالبانو د اروبند غوښتنه وکړه

چهارشنبه ۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۸
افغان حکومت یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د کرونا سره د مبارزې په خاطر له جګړې لاس واخلي او اوربند وکړي.
افغان حکومت بیا له طالبانو د اروبند غوښتنه وکړه
افغان حکومت یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د کرونا سره د مبارزې په خاطر له جګړې لاس واخلي او اوربند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا غوښتنه د افغانستان د حج او اوقافو وزیر عبدالحکیم منیب د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیزو سره پرون سه شنبې د غوايي ۲ مه کابل کې په ګډ خبري کنفرانس کې وکړه.

نوموړي و ویل، دوی له حکومت او طالبانو غواړي، چې د کرونا سره د مبارزې لباره دې اوربند وکړي او که دا نه شي کولی نو لږ تر لږه د روژې مبارکې میاشتې په خاطر دې اوربند وکړي.

د ممبر او ډاکتر تر غږ لاندې دغه کنفرانس کې دواړو وزیرانو ټینګار وکړ، چې  خلک باید له کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې او مخنیوي په پار روغتیايي لارښوونې جدي په پام کې ونیسي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې که خلک جدي پاملرنه او د روغتیا وزارت سره همکاري ونه کړي، نو په هېواد کې به یو لوی بشري ناورین رامنځ ته شي.

بل خوا پرون د افغانستان یو شمېر دیني عالمانو هم پرون په یوه کډه ناستې کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ، چې نور ورور وژنه پرېږدي او اوربند وکړي.

دیني عالمانو ټینګار وکړ، چې حکومت او طالبان باید نور له جګړې لاس واخلي او د ځورېدلي اولس اوښکې نورې پاکې کړي.

دغه دیني عالمانو د کرونا د مخنیوي په پار هم توصیې وکړې او ویې ویل، چې خلک باید د روغتیايي چارواکو لارښونو ته جدي پاملرنه وکړي.

که څه هم افغان حکومت، دیني عالمانو او نړیوالو په وار وار له طالبانو غوښتي، چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر د اوربند وکړي، خو د طالبانو ځواب تر اوسه منفي دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې  دا مهال ۱۰۹۶ تنه په کرونا ویروس اخته شوي، چې ۱۵۰ یې بېرته ښه شوي خو ۳۶ تنه مړه شوي هم دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي