په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې د کرونا سره د مبارزې په خاطر باید اوربند وشي او جګړه ودرول شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېلر ویلي، چې د تاوتریخوالي په موجودیت کې له کرونا سره مبارزه ناممکنه ده او ناوړه پایلې به ولري.
د مېلر په وینا کرونا ویروس ان هغه هېوادونه سخت ځپلي چې امن امان دی پکې خو په افغانستان کې د دغه وژونکي ویروس له پراختیا سره هممهاله تاوتریخوالی او جګړه هم روانه ده.
نوموړي ویلي، د جګړې او تاوتریخوالي له دوام سره هممهاله د کرونا پر وړاندې مبارزه ناممکنه ده نو ښایي خطرناکې پایلې ولري.
جنرال مېلز یو ځل بیا ټینګار کړي، چې کرونا د افغانستان هره برخه زیانمنولی شي، نو د دې اړتیا ده چې اوربند وشي او جګړې و درول شي.
تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو بنسټونو او ځینو هېوادونو د دې غوښتنه کړې وه، چې په افغانستان کې باید جګړه ودرول شي او د کرونا پر وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکړل شي.
که څه هم افغان حکومت هم په وار وار پر طالبانو غږ کړي، چې د کرونا د مخنیوي په خاطر اوربند وکړي او جګړه ودروي خو طالبانو تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې.
جمهورخبري آژانس:کابل