تازه راپورونه وايي، چې به ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر کابو دوه نیم میلیونه کسانو ته رسېږي او لسګونه زره نور ترې مړه شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تر دا مهال په نړۍ کې پر دغه ویروس ۲۴۸۱۲۸۷ شوي دي چې په سر کې یې امریکا ده.
تر اوسه په ډوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۰۴۳۶ مړه شوي او دغه راز ۶۴۶۸۵۴ کسه بېرته ترې روغ شوي دي.
په امریکا کې د مړو شوو شمېر ۴۲۵۱۴ ته رسېدلی دی، مثبتې پېښې هم پکې ۷۹۵۷۵۹ ته رسېدلې دي.
هسپانیا کې د مړو شمېر ۲۰۸۵۲، ایټالیا کې ۲۴۴۱۱، برېتانیا کې ۱۶۵۰۹، فرانسه کې ۲۰۲۶۵، ایران کې ۵۲۰۹، ترکیه کې ۲۱۴۰ او جرمنې ۴۸۶۲ ته رسېدلې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل