۰

د ولسي جرګې رییس خپل شخصي روغتون د کرونا ناروغانو درملنې ته وقف کړ

دوشنبه ۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۷
د ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني خپل یو روغتون په کابل ښار کې د کرونا د ناروغانو درملنې ته وقف کړ.
د ولسي جرګې رییس خپل شخصي روغتون د کرونا ناروغانو درملنې ته وقف کړ
د ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني خپل یو روغتون په کابل ښار کې د کرونا د ناروغانو درملنې ته وقف کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، دغه روغتون پرون د کابل ښاروال، د ولسي جرګې د رییس میر رحمان رحماني او عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز له لوري پرانیستل شو.

دغه شپېته بستریز روغتون به په کابل ښار کې د کرونا د ناروغانو لپاره کارول کېږي او ټول امکانات یې د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړل شوي دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز هم په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغانان په دې وخت کې د یو بل لاسنیوي ته اړتیا لري او دغه ډول اقدامات د قدر وړ دي.

ښاغلي رحماني زیاته کړه، چې افغانان په سختو شرایطو کې دي باید د یو بل لاس ونیسي او په خبره یې دی تر خپلې وسې په دې بحراني وضعیت کې نورو مرستو ته هم تیار دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي