۰

د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي خپلمنځي ناستې پیل کړې

یکشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۰
له طالبانو سره د افغان دولت د مرکچي پلاوي د غړو تر منځ خپل منځي ناستې پیل شوې او ډېر ژر به رسمي ناستې هم پیل کړي.
د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي خپلمنځي ناستې پیل کړې
له طالبانو سره د افغان دولت د مرکچي پلاوي د غړو تر منځ خپل منځي ناستې پیل شوې او ډېر ژر به رسمي ناستې هم پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان دولت د طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د وري میاشتې په مه نېټه یو ۲۱ کسیزه پلاوی وټاکه، چې مشري یې د ملي امنیت ریاست پخوانی مشر محمد معصوم ستانکزی کوي.

د دغه  پلاوي غړو تازه رسنیو ته تایید کړې، چې خپل منځي ناستې یې پیل کړې او دا ناستې یوازې د یو بل د پېژندلو په موخه دي او له دې وروسته به رسمي ناستې هم پیل کړي.

د یاد پلاوي یو تن غړي محمد ناطقي ویلي، رسمي ناستې به راتلونکې کې پيل شي، چې پلاوی په په کې خپل منځي تشکیلاتو باندې بحث کوي او ټاکنې به ترسره کوي.

دغه راز د یاد پلاوي یوه بله غړې شهلا فرید وايي، په رسمي ناستو کې به د تشکیلاتو تر څنګ د سولې اړوند بحثونو باندې هم مهمې خبرې کوي.

خو په وینا یې د پلاوي صلاحیتونه به د مصالحې شورا لخوا ټآکل کېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري هم تاییدکړې، چې د دغه پلاوي مقدماتي ناستې شوې دی او د تسهیل چارې یې هم دغه وزارت برابرې کړې دي.

نوموړې ویلي، د پلاوي ښځینه غړو هم جلا خپلمنځي ناستې کړې دي او په دې یې بحث کړی دی چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره کوم ټکي په مذاکراتو کې یاد کړای شي.

د یادونې ده، چې د افغان دولت په پلاوی کې باتور دوستم، حبیبه سرابي، کلیم الله نقیبي، اورځلانعمت، متین بیګ، زینب موحد، عنایت الله بلیغ، ذکیه وردگ، حفیظ منصور، شریفه زرمتۍ، شهلا فرید، عبدالهادي ارغندیوال، محمد ناطقي، غیرت بهیر، غلام فاروق مجروح، ضرارمقبل، جنرال ایوب انصاري، فاطمه ګیلاني، خالد نور، نادر نادري او رسول طالب شامل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي