۰

د اروپايي ټولنې استازي له ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي

یکشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۸
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي پیري مایدون له ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي او پر ځینو مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.
د اروپايي ټولنې استازي له ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي پیري مایدون له ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي او پر ځینو مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مایدن او عبدالله لیدنه پرون شنبې د وري ۳۰ مه شوې او دواړو لورو پر افغان سوله او کرونا ویروس خبرې کړې دي.

پیري مایدون پر ټویټر په یوه لنډ پیغام کې لیکلي چې له عبدالله عبدالله سره په کتنه کې یې د افغانستان د سولې پر بهیر او د کرونا د وبا له امله پر پېښ وضعیت خبرې کړې دي.

مایدون پرته له دې چې ډېر جزئيات څرګند کړي لیکلي چې عبدالله عبدالله ته‌یې د اروپايي ټولنې نظر هم واضح کړی دی.

دا په افغانستان کې د سیاسي کړیو ترمنځ د روان کړکېچ د حل لپاره د غربي دیپلوماتانو د هڅو په دوام لیدنه وه.

تر دې وړاندې اروپايي ټولنې کابل کې د ناروې له سفیر سره په ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې پر ټولو سیاسي اړخونو چې په مذاکرو کې برخه لري، غږ کړی و چې د وضعیت حساسیت ته پام وکړي او په خپلو کې سره جوړ شي.

په اعلامیه کې لیکل شوي و چې د دې اړتیا ده چې د سولې بهیر ژر تر ژره پیل شي.

دغه اعلامیه کې ویل شوي و، یوې کلکې حکومتي ډلې په نشتوالي کې د افغانستان د خلکو ژوند له ډېر ګواښ سره مخامخ کوي، د کورنیو ډیموکراتیکو ادارو اعتبار ته زیان رسوي او د افغانستان اروپايي متحدان هم مأیوسه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي