۰

کونړ کې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي

شنبی ۳۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۹
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کونړ ولایت کې د یوه کور د چت د لوېدو له امله د یادې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي.
کونړ کې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کونړ ولایت کې د یوه کور د چت د لوېدو له امله د یادې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د وري ۲۹مه) د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په کمپ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کونړ د والي ویاند غني مصمیم وايي، د کور چت د ډېر باران د ورېدو له امله لوېدلي، چې په کې ښځه، خاوند او څلور ماشومان یې مړه دي.

بل خوا د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې هم د یوه کور چت پرېوتی چې له امله یې  یوه ماشومه مړه شوې ده.

د یادونې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د ختیځ زون په کډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې سخت بارانونه شوي، چې  له امله یې  سېلابونه هم راوتلي او خلکو ته مالي او ځاني زیان اړولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي