۰

طالبانو د بشردوستانه اوربند غوښتنه رد کړه

جمعه ۲۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۴
وسله والو طالبانو د ولسمشر غني هغه غوښتنه رد کړه، چې په کې یې له دې ډلې غوښتي و، چې د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر دې اوربند وکړي.
طالبانو د بشردوستانه اوربند غوښتنه رد کړه
وسله والو طالبانو د ولسمشر غني هغه غوښتنه رد کړه، چې په کې یې له دې ډلې غوښتي و، چې  د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر دې  اوربند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې ولسمشر غني تورن کړی، چې د کرونا ویروس د مخنیوي په پلمه غواړي د اوربند له فرصت څخه د خپل قدرت د پیاوړي کولو لپاره کار واخلي.

نوموړي ویلي که د افغانستان د حکومت چارواکي په رښتیا هم د سولې او اوربند غوښتونکي وي نو د ده په وینا باید د سولې پر وړاندې خنډونه رامنځ ته نه کړي.
 
د یادونې ده، ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل، چې د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر باید د ملګرو ملتونو د اوربند غوښتنه ومني او اوربند وکړي.

ښاغلي غني و ویل، چې اوربند د افغانستان خلکو، د سیمې هېوادونو او نړیوالو غوښتنه ده، نو باید طالبان جګړه ودروي او اوربند وکړي تر څو د کرونا سره په جدي او سمه توګه مبارزه وشي او ولس له دغه ستر ناورین څخه وژغورل شي.

تر ولسمشر غني وړاندې، ملګرو ملتونو، اورپايي ټولنې او ناټو هم پر طالبانو غږ وکړ، چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر باید اوربند وکړي.

ملګرو ملتونو ویلي و، دوی د سیمې د هېوادونو سره په ګډه هڅه کوي، چې په افغانستان کې هم د یمن په شان اوربند رامنځ ته شي.

تازه د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبیا ویلي، طالبانو سره د دې پوښتنې هېڅ ځواب او دلیل نشته چې د کورونا په اوسنیو بحراني حالاتو ولې اوربند نه کوي.

 اروپايي ټولنې افغانستان کې ښکیل ځینې هېوادونه هم ملامت کړل چې افغانستان کې د اوربند غږ نه بدرګه کوي او تر اوسه یې ملاتړ نه دي کړي.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي«تر اوسه ولې اوربند نه کېږي؟ ځکه له طالب لوري تر اوسه د اوربند نه کولو په تړاو هېڅ قانع کوونکی دلیل نه دی اورېدل شوی.»

د هغه په وینا په اوسني کورونايي وضیت کې د ملګرو ملتونو لخوا د اوربند غږ ګڼو هیوادونو بدرګه او ملاتړ یې وکړ چې جګړه مارې ډلې باید له جګړې لاس واخلي.

کوبیا د چا نوم نه دی اخیستی خو پاکستان، روسیې، ایران او چین چې د طالبانو مهم ملاتړي بلل کېږي تر اوسه یې د اوربند غوښتنه نه ده بدرګه کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي