۰
اروپايي ټولنه:

ځینې هېوادونه افغانستان کې د اوربند غږ نه بدرګه کوي، طالبان هم هېڅ دلیل نه لري

جمعه ۲۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۹
اروپايي ټولنې افغانستان کې ښکیل ځینې هېوادونه ملامت کړل چې افغانستان کې د اوربند غږ نه بدرګه کوي او تر اوسه یې ملاتړ نه دي کړي.
ځینې هېوادونه افغانستان کې د اوربند غږ نه بدرګه کوي، طالبان هم هېڅ دلیل نه لري
اروپايي ټولنې افغانستان کې ښکیل ځینې هېوادونه ملامت کړل چې افغانستان کې د اوربند غږ نه بدرګه کوي او تر اوسه یې ملاتړ نه دي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رونالډ کوبیا وايي، طالبانو سره د دې پوښتنې هېڅ ځواب او دلیل نشته چې د کورونا په اوسنیو بحراني حالاتو ولې اوربند نه کوي.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي«تر اوسه ولې اوربند نه کېږي؟ ځکه له طالب لوري تر اوسه د اوربند نه کولو په تړاو هېڅ قانع کوونکی دلیل نه دی اورېدل شوی.»

رونالډ کوبیا نیوکه کړې چې ښکیلو هېوادونو هم تر اوسه پورې په افغانستان کې د بشردوستانه اوربند غوښتنې ملاتړ نه دی کړی.

د هغه په وینا په اوسني کورونايي وضیت کې د ملګرو ملتونو لخوا د اوربند غږ ګڼو هیوادونو بدرګه او ملاتړ یې وکړ چې جګړه مارې ډلې باید له جګړې لاس واخلي.

کوبیا د چا نوم نه دی اخیستی خو پاکستان، روسیې، ایران او چین چې د طالبانو مهم ملاتړي بلل کېږي تر اوسه یې د اوربند غوښتنه نه ده بدرګه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني ملت ته په خپله تازه وینا کې هم له طالبانو وغوښتل چې د ولس، نړیوالو، ملګرو ملتونو او سیمې غږ ومني او اوربند ته غاړه کېږدي.

خو وسله والو طالبانو د ولسمشر غني دغه غوښتنه رد کړې او ادعا یې کړې، چې ولسمشر غني له دغه فرصت څخه د خپل قدرت د پیاوړي کولو لپاره ګټه اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي