۰

کابل ښار او ولسوالیو کې قرنطین درې اوونۍ نور هم وغځول شو

جمعه ۲۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۵
کورنیو چارو وزارت وايي، د کابینې د پرېکړې پر اساس په کابل ښار او ولسوالیو کې د دریو نورو اوونیو لپاره ګرځبندیز وغځول شو.
کابل ښار او ولسوالیو کې قرنطین درې اوونۍ نور هم وغځول شو
کورنیو چارو وزارت وايي، د کابینې د پرېکړې پر اساس په کابل ښار او ولسوالیو کې د دریو نورو اوونیو لپاره ګرځبندیز وغځول شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، له دې  سره د ملکي خدمتونو ادارو کارکونکي رخصت او قرنطین د غوايي میاشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې وغځول شو.

په ورته وخت کې د ملکي خدمتونو او اصلاحاتو ادارې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ټول ملکي مامورین د دریو نورو اونیو لپاره هم رخصت شول.

خبرپاڼه وايي، د کابینې په پرېکړه کې راغلي چې د دولتي ادارو او وزارتونو رهبري او عمومي رییسان، د اړینو خدمتونو وړاندې کولو لپاره مکلف دي چې هره ورځ په خپلو کار ځایونو کې حاضر وي او همداراز د وزارتونو او ادارو هغه شمېر کارکوونکي چې دندې یې د خدمتونو وړاندې کولو لپاره اړینې تشخیص کېږي، هم مکلف دي چې د اړوند ادارې د لارښوونې له مخې، دندو ته حاضر شي.

په خبرپاڼه کې د ملکي خدمتونو کارکوونکو ته خبرداری ورکول شوی چې ولایتونو ته له غیر ضروري او غیر رسمي سفرونو ډه ډه وکړي.

همداراز هغه امیندواره میندې چې په مرکز او ولایتونو کې د عامې روغتیا وزارت اړوندو کې کار کوي، د کوید ۱۹ ناروغۍ څخه د خوندیتوب په موخه، په ټول هېواد کې د درې اوونیو لپاره یې رخصتي تمدید کېږي.

خبرپاڼه کاږي، د عامې روغتیا وزارت پرته، په (مرکز او ولایتونو ) کې په خصوصي وړکتونونو کې د شاملو ماشومانو لرونکو، اناث کارکوونکو رخصتي هم د درې اوونیو لپاره تمدید شوې ده.

خو هغه کار کوونکي چې د دغې کړنلارې مندرج رخصتۍ څخه کار اخلي، د ټولو حقوقو او امتیازاتو مستحق بلل شوي دي او وایي چې دغه رخصتي، د ملکي خدمتونو کارکوونکو په کلنۍ رخصتي کې نه حسابېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي