۰

طالبانو ۲۰ تنه نور افغان بندیان خوشي کړل

جمعه ۲۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۸
وسله والو طالبانو د لغمان په علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې شل تنه نور افغان بندیان هم خوشي کړي دي.
طالبانو ۲۰ تنه نور افغان بندیان خوشي کړل
وسله والو طالبانو د لغمان په علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې شل تنه نور افغان بندیان هم خوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، ۲۰ واړه بندیان عسکر دي، چې ۱۵ کسان په علیشنګ او پنځه تنه نور په علینګار ولسوالۍ کې خوشې شوي دي.

ځایي حکومتي سرچینو هم د دې کسانو خوشي کېدل منلي خو وایي، وروسته به معلومه شي چې دا امنیتي کسان دي که بل څوک دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، ولایتي ادره به دا معلوموي چې ایا دا کسان حکومتي بندیان دي که نه.

د یادونې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې په کندهار ولایت کې هم شل تنه بندیان خوشي کړي وو او ویلي وو چې هغه کسان هم د افغان پوځ سرتېروي وو.

خو د کندهار د امنیې قومندان تادین خان وروسته د طالبانو دا ادعا رد کړې وه او ویلي یې وو، خوشي شوي ټول کسان ملکیان دي او د افغان پوځ سرتېري په کې نشته.

له دې وروسته د افغانستان ملي امنیت شورا له بګرام څخه د طالبانو د خوشې کولو لړۍ ودروله او ویې ویل چې تر څو طالبان ځینې شکونه ځواب نکړي دوی یې نور بندیان نه خوشې کوي.

افغان حکومت تر اوسه ۳۶۱ طالبان خوشې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي