۰

افغانستان کې د کرونا پېښې مخ په ډېرېدو دي، ټولې ۸۴۰ ته رسېدلې

پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۷
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۶ نورې مثبتې پېښې هم په هېواد کې ثبت شوي دي.
افغانستان کې د کرونا پېښې مخ په ډېرېدو دي، ټولې ۸۴۰ ته رسېدلې
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۶ نورې مثبتې پېښې هم په هېواد کې ثبت شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن پنشنبې د وري ۲۸ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال و ویل، چې د تازه ۵۶ پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته  کسانو شمېر ۸۴۰ تنو ته ورسېده.

نوموړي زیاته کړه، چې له تازه ثبت شویو پېښو څخه ۳۷ پېښې په کابل، ۱۱ په هرات، ۶ په بلخ او یوه یوه پېښه په ننګرهار او لغمان کې ثبت شوې دي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله یو بل کس هم ژوند له لاسه ورکړي، چې په دې سره د مړو شویو کسانو شمېر هم ۳۰ تنو ته ورسېده.

مایار وايي، په ۳۰ مړو شویو کسانو کې ۱۱ تنه په کابل، ۶ تنه په هرات، ۴ تنه په بلخ، ۳ تنه په ننګرهار، ۲ تنه په تخار، یو یو تن په غزني او بغلان کې دي.

دغه راز مایار دا هم و ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې  له کرونا ناورغۍ څخه ۱۰ تنه ښه شوي هم دي، چې ۴ یې په کابل او ۶ یې په نیمروز کې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي تر اوسه په ټولو ۸۴۰ مثبتو پېښو کې ۳.۸۴ سلنه یعنې ۲۱۶ تنه ښځې او ۷.۲۵ سلنه ینې ۶۲۴ یې نارینه دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي