۰
رونالد کوبیا:

ټوله نړۍ کې وسله والو ډلو اوربند کړۍ، خو افغانستان کې نه

پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۰
اروپايي ټولنې ویلي، چې ټوله نړۍ کې بشري اوربند رامنځ ته شوی او د ملګرو متلونو د اوربند وړاندیز یې منلی خو افغانستان کې لا هم تاوتریخوالی روان دي.
ټوله نړۍ کې وسله والو ډلو اوربند کړۍ، خو افغانستان کې نه
اروپايي ټولنې ویلي، چې ټوله نړۍ کې بشري اوربند رامنځ ته شوی او د ملګرو متلونو د اوربند وړاندیز یې منلی خو افغانستان کې لا هم تاوتریخوالی روان دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې استازي رولانډ کوبیا افغانستان کې د جګړو دوام ځورونکې بللی او پر ښکېلو غاړو یې یو ځل بیا د اوربند غږ کړی دي.

نوموړي ویلي په ټوله نړۍ کې بشري اوربند رامنځ ته شوی دی، چې وړاندیز ملګرو ملتونو کړی دی او ګڼو هېوادونو عملي کړی دی.

د کوبیا په خبره ان وسله والو ډلو هم په ټوله نړۍ کې دغه اوربند ته غاړه اېښې ده او ټول د کرونا پر ضد پر مبارزه بوخت دي، خو په افغانستان کې د اوربند او تاوتریخوالي د کموالي هېڅ څرک نشته، چې دا مساله ځورونکې ده.

د اروپايي  ټولنې استازي پر ښکېلو لورو غږ کړی چې جګړې ودروي، اوربند وکړي او د کرونا پر ضد مبارزه وکړي څو د بشري ناورین مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو، ناټو او دغه راز افغان حکومت هم پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې د کرونا سره د مبارزې په خاطر اوربند وکړي، خو طالبانو دغه خبره تر اوسه نه ده منلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي