۰

ولسمشر غني د کرونا په اړه خلکو او طالبانو ته! په کور کېنۍ او اوربند وکړۍ

پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۴
ولسمشر غني د کرونا د مخنیوي په خاطر له ولس څخه وغوښتل چې پر کور کېني او دغه راز یې پر وسله والو طالبانو یو ځل بیا غږ وکړ، چې اوربند وکړي.
ولسمشر غني د کرونا په اړه خلکو او طالبانو ته! په کور کېنۍ او اوربند وکړۍ
ولسمشر غني د کرونا د مخنیوي په خاطر له ولس څخه وغوښتل چې پر کور کېني او دغه راز یې پر وسله والو طالبانو یو ځل بیا غږ وکړ، چې اوربند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني د کرونا ویروس د مخنیوي تدابیرو، اقداماتو او له دې څخه رامنځته کېدونکو ګواښونو سره د مبارزې په اړه و ویل، له بده مرغه موږ د کرونا په نامه له یوې داسې وبا سره مخ یوو چې ټولې نړۍ حتا پرمختللو هېوادونو ته یو جدي گواښ دی او د نړۍ دولتونه یې له هغې سره په مبارزه کې له لویو چلنجونو سره مخ کړي دي.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې د افغانستان حکومت مشرتابه دغه وبا له اولې ورځې جدي گڼلې وه او د دې وبا د پرمختگ منحني سیر او تکامل ته متوجه و.

ولسمشر په دغه پیغام کې ویلي«موږ په افغانستان کې حتا د کرونا د لومړۍ مثبتې پېښې له ثبت مخکې دا وبا جدي گڼلې وه او په هره مرحله کې مو مخکې له مخکې لازم پلانونه درلودل او عملي اقدامات مو کړي دي. له دغې منحني څخه مې هدف دا دی چې په اول پړاوو کې ولس په ‌دې قانع شي چې د وبا خپرېدل جدي او حقیقي دی. همدارنگه مو هڅه دا وه چې د هېواد مختلفو ولایاتو، ښارونو او ولسوالیو ته د کرونا ناروغۍ پراختیا تعقیب او پیش بیني کړو. د اوس لپاره همداسې یوې مرحله کې قرار لرو.»

د ولسمشر په باور د دغې منحنی د جهت راتلونکي پړاوونه به دا وي چې د ناروغۍ د خپرېدو اعظمي او نهايي ټکی چې د فلاکت نقطه ورته ویل کېږي، ارزیابي او پیش بیني شي او لازم چمتوالی ورته ونیول شي.

ولسمشر وايي، د فلاکت یا نهايي نقطې وروسته د پېښو د کموالي مرحله ده او په دغه مرحله کې به هڅه کوو له وبا څخه راپیدا شوي زیانونه جبران کړو، اړمنو خلکو ته دوامداره مرستې ورسوو او په پای کې په مختلفو برخو کې د بیا احیا کارونه ترسره کړو.

دغه راز ښاغلي غني زیاته کړې، چې د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې په اساس به په ټول هېواد کې د تجرید مراکز جوړېږي چې په کرونا ناروغۍ اخته او مشکوک کسان به د روغتیايي پرسونل د لارښوونې په اساس هلته ساتل کېږي.

د هغه په وینا تجرید او قرنطین اوس یو نړیوال نورم دی، د روغتیا نړیوال سازمان او د عامې روغتیا وزارت د متختصصینو لارښوونې دا دي چې که غواړو د یوې لویې غمیزې مخنیوی وکړو باید کورونو کې پاتې شو، له هر رنگ تجمعاتو او بېځایه تگ راتگ څخه ډډه وکړو.

ولسمشر غني ویلي« ټولو وطنوالو هیله لرم چې د روغتیا وزارت خبرتیاوې جداً رعایت کړي. د تجرید او په ښارونو کې د گرځبندیز له کبله زموږ ډېر شمېر هېوادوال بیکاره شوي دي، چې دوی ته د رسیدگۍ لپاره د مرکز په سطحه د ملي انکشاف شرکت له‌ خوا د کارموندنې پروسه تېره اونۍ پيل شوې ده.»

ښاغلي غني وايي، د کارونو د ایجاد دا لړۍ به په مرکز او ولایتونو کې په تدریجي توگه زیاتېږي، د دغه کارونو روغتیايي شرایط به داسې وي چې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره به په کاري ساحه کې ټول تدابیر نیول شوي وي.

نوموړی وايي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوندیتوب لپاره امنیت شورا ته ځانگړې سپارښتنه شوې ده چې د وسله‌ والو ځواکونو په ټولو صفوفو کې د کرونا د مخنیوي په منظور لازم اقدامات وکړي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني یو ځل بیا د کرونا د مخنیوي په خاطر په وسله والو طالبانو غږ کړي، چې اوربند ته غاړه کېږدي او اوربند وکړي.

هغه ویليد ملگرو ملتونو سازمان سرمنشي او په خاص ډول په سیمه کې ځینو هېوادونو په جنگ کې په ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی دی چې د کرونا څخه زیانمنو خلکو ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره اوربند وکړي.

نو ځکه په وینا دی په طالبانو غږ کوي چې د ملګرو ملتونو سازمان، د سیمې هېوادونو، د افغانستان د خلکو او دولت دغه برحقه غږ ته مثبت ځواب و وايي او جنگ بس او اوربند وکړي.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ناټو په دې وروستیو کې په وار وار له طالبانو غوښتي، چې د کرونا د مخنیوي خاطر اوربند وکړي، خو طالبانو تر اوسه دغه کار نه دی کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي