ولسمشر محمد اشرف غني د هرات ځايي چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې په دغه ولایت کې د کرونا ویروس له امله د قرنطین موده نوره هم وغځوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر پرون سه شنبې د وري ۲۶ مه د هرات له ځايي چارواکو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
ښاغلي غني د هرات چارواکو ته سپارښتنه کړي، چې د کرونا ویروس د مخنوي په خاطر په دغه ولایت کې د قرنطین موده د څه وخت لپاره نوره هم وغځوي.
دغه راز ولسمشر د ځایي ادارې راپور اورېدلی دی او دوی ته یې د کرونا د کنټرول په تړاو د جدي اقداماتو سپارښتنه کړې ده.
ولسمشر د ځایي ادارې له لوري د خوړو بانک جوړولو اقدام هم ستایلی دی او له نورو ولایتي چارواکو یې غوښتي چې په ورته نوښتونو سره په خپلو ولایتونو کې د کرونا له امله د احتمالي بحران مخه ونیسي.
جمهورخبري آژانس:کابل