۰
د ملي امنیت شورا:

طالبانو په ۹ ولایتونو کې ۳۰ ملکي وګړي وژلي دي

یکشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۴
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وسله والو طالبانو د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۳۰ تنه ملکي وګړي وژلي او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي.
طالبانو په ۹ ولایتونو کې ۳۰ ملکي وګړي وژلي دي
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وسله والو طالبانو د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۳۰ تنه ملکي وګړي وژلي او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن یکشنبې د وري ۲۴ مه په خپل ټوېټر پاڼه کړې ده.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل لیکلي دي چې په دغو ملکیانو کې یې ډېری د طالبانو د سړک د غاړې ماینونو الوځولي دي.

جاوید فیصل ټینګار کړی دی چې طالبان باید اوربند وکړي تر څو ملکیان تلفات ونه ویني او د سولې هڅې نتیجه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په وار وار له طالبانو اوربند غوښتی دی تر څو د کورونا پر ضد مؤثره مبارزه وشي، خو طالبانو لا د حکومت په شمول د هیڅ نړیوال بنسټ غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي