د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي، د دغه وزارت ۱۰۰۰ تنه پولیس منسوبین له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور نیول شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اندارابي ویلي، دغه شمېر پولیس منسوبین په تېر یوه کار کې له دندې د ناوړه ګټې اخیستې په جرم نیول شوي دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په نیول شویو کسانو کې یو شمېر لوړ پوړي افسران هم شامل دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې، له دندې ناوړه ګټنه د زغم وړ نه ده.
د هغه په وینا دوی ژمن دي، چې په کورنیو چارو وزارت کې اصلاحات راولي او د پولیسو ځواک په مسلکي او تخنیکي ډول پیاوړی شي، څو د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وشي.
دا په داسې حال کې چې ډېر کله له خلکو سره د پولیسو د ناوړه چلند سربېره، په دې ځواک کې د فساد په اړه هم شکایتونه کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل