۰

هند افغانستان ته زرګونه ټنه غنم صادروي

شنبی ۲۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۴
د هند حکومت پرېکړه کړې چې په نږدې وختونو کې به افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم صادروي.
هند افغانستان ته زرګونه ټنه غنم صادروي
د هند حکومت پرېکړه کړې چې په نږدې وختونو کې به افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم صادروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند د کرنې وزیر نریندرا سینګ تومار په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، لبنان او افغانستان ته به د ديپلوماتیکو هوکړو پر بنسټ غنم لېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې په لومړي سر کې افغانستان ته پنځوس زره ټنه غنم صادروي.

هند داسې مهال دغه اقدام کوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه غنمو د چټک راوړلو او په ترانیزیت کې د اسانتیاوو سپارښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په هند او ایران کې افغان سفیرانو ته ویلي چې افغانستان ته له هند د چابهار له لارې د غنمو په راړولو کې پوره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي دا هم ویلي، چې هېواد به یې د افغانستان په ګډون ۱۳ هېوادونو ته د کورونا د درملنې لپاره هایدروکسي کلوروکوین درمل استوي.

مخې په دغه لیست کې افغانستان، امریکا، هسپانیا، بحرین، جرمنی، برازیل، بوټان، مالدیپ، بنګله دېش، سیچلس، ماریشس او د ډومینکن جمهوریت نومونه راغلی دي.

د هند د باندنیو چارو وزارت یو چارواکي دموراوي وايي، دوی ته ګڼو هېوادونو د دغو درملو فرمایش ورکړی خو هند به د خپلې اړتیا په پام کې نیولو سره سره یو شمېر هیوادونو ته یاد درمل واستوي.

نوموړی وايي، راتلونکې اوونۍ هند لس میلیونه هایدروکسي کلوروکوین ګولیو ته اړ دی په داسې حال کې چې دوی ورته ۳۳ میلیونه ګولۍ زېرمه کړې دي.

دی وايي، له هند څخه امریکا ۴ میلیونه او ۸۰۰ زره ګولۍ غوښتي خو برازیل، کاناډا او جرمني ته به پنځه پنځه میلیونه ګولۍ واستوي.

هغه زیاته کړې دغه راز به افغانستان ته ۵۰۰ زره، سریلنکا ته یو میلیون، بوټان ته ۲۰۰ زره، مالدیپ ته هم ۲۰۰ زره ګولۍ واستول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي