۰

هند د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو ته درمل استوي

شنبی ۲۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۹
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په شمول به ۱۳ هېوادونو ته د کورونا د درملنې لپاره هایدروکسي کلوروکوین درمل استوي.
هند د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو ته درمل استوي
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په شمول به ۱۳ هېوادونو ته د کورونا د درملنې لپاره هایدروکسي کلوروکوین درمل استوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه لیست کې افغانستان، امریکا، هسپانیا، بحرین، جرمنی، برازیل، بوټان، مالدیپ، بنګله دېش، سیچلس، ماریشس او د ډومینکن جمهوریت نومونه راغلی دي.

د هند د باندنیو چارو وزارت یو چارواکي دموراوي وايي، دوی ته ګڼو هېوادونو د دغو درملو فرمایش ورکړی خو هند به د خپلې اړتیا په پام کې نیولو سره سره یو شمېر هیوادونو ته یاد درمل واستوي.

نوموړی وايي، راتلونکې اوونۍ هند لس میلیونه هایدروکسي کلوروکوین ګولیو ته اړ دی په داسې حال کې چې دوی ورته ۳۳ میلیونه ګولۍ زېرمه کړې دي.

دی وايي، له هند څخه امریکا ۴ میلیونه او ۸۰۰ زره ګولۍ غوښتي خو برازیل، کاناډا او جرمني ته به پنځه پنځه میلیونه ګولۍ واستوي.

هغه زیاته کړې دغه راز به افغانستان ته ۵۰۰ زره، سریلنکا ته یو میلیون، بوټان ته ۲۰۰ زره، مالدیپ ته هم ۲۰۰ زره ګولۍ واستول شي.

د هندي چارواکو په وینا دوی به د هایدروکسي کلوروکوین تر څنګ بریټانیا، استرالیا، جنوبي افریقا لپاره هم ۴۳۰ میلیونه پاراسیټامول ګولۍ تولید او واستوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي