۰

حکومت د کرونا له امله بېوزلو سره د ۵۰۰ میلیون افغانیو طرحه تصویب کړه

شنبی ۲۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۷
افغان حکومت د کورونايي قرنطین څخه زیانمنو شویو بې وزله او کارګرو کورنیو باندې د ۵۰۰ میلیونه افغانیو د مرستو ویشلو طرحه تصویب کړه.
حکومت د کرونا له امله بېوزلو سره د ۵۰۰ میلیون افغانیو طرحه تصویب کړه
افغان حکومت د کورونايي قرنطین څخه زیانمنو شویو بې وزله او کارګرو کورنیو باندې د ۵۰۰ میلیونه افغانیو د مرستو ویشلو طرحه تصویب کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د والي مرستیاله حنیفه جیروال وايي، دوی ولسمشر ته د ۵۰۰ میلیونه افغانیو یوه طرحه سپارلې وه چې منظوري یې راغلې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پيسو به ۶۰ زره بې وزله کورنیو ته خواړه اونور توکي واخستل شي او پرې و به وېشل شي.

د هغې په وینا په دې پیسو به اوړه، وریجې، غوړي، دال، لوبیا، چای اوبوره واخلي او په کابل کې به یې کارګرو، دستفروشانو او اړمنو کورنیو باندې و ویشي.

د کابل د والي مرستیال وايي، له دوی سره د حج و اوقاف وزارت هم همکار دی او هره ورځ په ۴۰ زره بې وزلانو غذايي مواد ویشي.

په ورته وخت کې هغې دا هم ویلي، چې دوی غوښتل لس زره ټنه غنم پر بېوزله او اړمنو کورنیو و وېشي، خو د ګذروکیلانو ناوړه استفاده وکړه اوخپلوان یې لیستونو کې واچول.

د نوموړي په وینا له دې وروسته د ملا امامانو د۱۲۰ زره کورنیو لیست دوی ته ورکړي، چې پر بنسټ به یې یاد مرستې  به همدې کورنیو و وېشل شي.

د کابل د والي مرستیال زیاتوي، چې دا مهال کابل کې د ښاروالۍ لخوا هم ۳۰ زره کورنیو ته غنم رسول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا ویروس له امله په کابل کې هم ګرځبندیز لګېدلی، چې له امله یې ډېری هغه کورنۍ چې ورځنۍ ژوند یې د ورځې په کار و بار پورې تړلی وو له سختو ستونزو سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي