۰

افغانستان له کرونا سره د مبارزې لپاره له چین طبي توکي واردوي

شنبی ۲۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۲
د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان پتیلې، چې له کرونا سره د مبارزې لپاره له چین څخه طبي توکي وارد کړي.
افغانستان له کرونا سره د مبارزې لپاره له چین طبي توکي واردوي
د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان پتیلې، چې له کرونا سره د مبارزې لپاره له چین څخه طبي توکي وارد کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې موخه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند حنیف اتمر په چین کې افغان سفیر ته سپارښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت څخه نن شنبې د وري ۲۳ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي اتمر افغان سفیر ته ویلي، چې له چین هېواد څخه د کرونا ضد طبي او حفاظتي لوازمو څرنګوالی تشخیص او د روغتیا وزارت او له کرونا سره د مبارزې کمېټې له لارې د اړوندو توکو د خریدارۍ او انتقال زمېنه برابره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي  سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر پرون له افغان سفیرانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې په دې تړاو خبرې وکړې.

له دې وړاندې چین یو ځل له افغانستان سره د کرونا ویروس د مبارزې په موخه د ځینو طبي توکو مرسته کړې او چنايي چارواکو ډاډ ورکړی و، چې هېواد به یې له افغانستان سره د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې عامې روغتیا وزارت د تېرې پنشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۲۱ تنو ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس تر ټولو کرونا ویروس نیولي کسان په هرات او په دوهم قدم کې په کابل او کندهار کې دي.

د عامې روغتیا وزارت دا هم وايي، چې د کرونا له امله تر اوسه پورې ۱۵ تنه مړه شوي او تر ۳۰ زیات ترې رغېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي