۰
امرالله صالح:

د حکومت لومړیتوب د کرونا له امله د رامنځ ته کېدونکې لوږې مخنیوی دی

جمعه ۲۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۹
د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، دا مهال د حکومت لومړیتوب د کرونا ویروس له امله د رامنځ ته کېدونکې لوږې، خوراکي توکو کمښت او بیو کنټرول دی.
د حکومت لومړیتوب د کرونا له امله د رامنځ ته کېدونکې لوږې مخنیوی دی
د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، دا مهال د حکومت لومړیتوب د کرونا ویروس له امله د رامنځ ته کېدونکې لوږې، خوراکي توکو کمښت او بیو کنټرول دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې تېره شپه کابل کې له یوه خصوصي تلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

نوموړي زیاته کړه، حکومت په کابل کې هغو یو لک ۲۵ زره کورنیو ته د خوړو رسولو پروګرام لري، چې د کورونا وېروس د ګرځبندیز له امله یې ورځنی عاید له لاسه ور کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، له والیانو هم غوښتل شوي چې اړمنې کورنۍ ور وپېژني او  اول ځل د افغانستان ټولو والیانو ته واک ور کړل شوی چې د ولایتي بودیجې د لګښت څرنګوالی خپله وټاکي.

هغه ویلي«ټولو والیانو د کابینې غونډو کې د ګډون امکان ترلاسه کړی، حکومت هڅه کړې چې سرحدي لارې بندې نه شي.»

ښاغلي صالح خبرداری ور کړ چې افغانستان کې به له کورونا د مړینو کچه ډېره شي او که حکومت اوسنۍ هڅې جاري هم وساتي، بیا هم د درې سوه زره کسانو د مړینې وړاندوینه شته.

نوموړي دا هم وویل، د میکروب ضد محصولاتو د لرلو لپاره څلورو کورنیو شرکتونو ته دنده سپارل شوې چې له افغان انګورو دا توکي تولید کړي.

ښاغلي صالح د ټوېټونو او بیانیو له لارې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نیوکې داسې هڅې وبللې چې له مخې یې امریکا غواړي دوی د اساسي قانون خلاف کار ته مجبور کړي.

د نوموړي په وینا د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته وروستي سفر کې اخلاقي سپارښتنې درلودې او موږ یې هرکلی کوو.

صالح دا هم وویل، امریکا یو میلیارد ډالر کم کړي نه دي، بلکې د کمولو ګواښ یې کړی دی خو په وینا یې، که نړیواله مرسته پرې شي، نه هلمند سیند وچېږي او نه هم پنجشېر او نه د هندوکش ملا ماتېږي.»

ښاغلي صالح د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي اختلاف د اوارې لپاره د منځګړو د ناکامۍ په هکله وویل، «ښاغلي عبدالله حکومت کې په پنځه کلن ګډون سره څه وکړل؟.»

د ولسمشر غني لومړي مرستیال زیاته کړه، چې اساسي قانون د ګډون د ټیټې کچې په هکله خاموش دی او ارګ د ټاکنو پر اصل معامله نه کوي.

جمهوررخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي