۰

افغانستان کې د کرونا ۳۷ نورې پېښې ثبت شوې، ټولې ۵۲۱ تنو ته ورسېدې

جمعه ۲۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۸
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۵۲۱ تنو ته ورسېده، چې تر اوسه ۱۵ تنه ترې مړه شوي هم دي.
افغانستان کې د کرونا ۳۷ نورې پېښې ثبت شوې، ټولې ۵۲۱ تنو ته ورسېدې
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۵۲۱ تنو ته ورسېده، چې تر اوسه ۱۵ تنه ترې مړه شوي هم دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن جمعه د وري ۲۲ مه اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۷ نورې مثبت پېښې هم په هېواد کې ثبت شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې تازه پېښې ۱۶ په کابل، ۸ په هرات، ۲ په کندهار، ۲ په لوګر، ۲ په دایکنډي، ۲ په تخار او یوه یوه پېښه په بامیان، پروان، غور، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې ثبت شوې دي.

په دې سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۲۱ تنو ته ورسېده، چې ۱۵ تر اوسه ترې مړه شوي او تر ۳۰ زیات بېرته رغېدلي دي.

په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزوی جمهور خبري آژانس تهو ویل، چې په هرات ولایت کې په کرونا ویروس له تازه اخته کسانو څخه ۳ نارینه او پنځه مېرمنې دي.
 
نوموړي زیاته کړه، چې په ټول کې په هرات ولایت کې ۲۶۵ تنه په کرونا ویروس اخته شوي، چې ۱۸۲ تنه یې نارینه او ۸۳ یې مېرمنې دي، چې څلور تنه ترې مړه شوي دي.

د یادونې ده، چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر یو نیم میلیون او ۵۲۷ زره کسانو ته رسېدلي، چې ۳۴۵۶۳۹ تنه ترې رغېدلي او ۸۹ زره او ۲۰۶ کسان مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي