۰
طالبان:

بندیان مو له پروسې سره سم نه دي خوشي، نه یې منو

پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۱
وسله وال طالبان د حکومت له خوا د د دوی د ۱۰۰ زندانیانو خلاصون ته په غبرګون کې وایي، دغه بندیان له پروسې سره سم نه دي خوشي شوي او دوی ته د منلو نه دي.
بندیان مو له پروسې سره سم نه دي خوشي، نه یې منو
وسله وال طالبان د حکومت له خوا د د دوی د ۱۰۰ زندانیانو خلاصون ته په غبرګون کې وایي، دغه بندیان له پروسې سره سم نه دي خوشي شوي او دوی ته د منلو نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان حکومت پرون چهارشنبې د وري ۲۰ مه د ولسمشر غني د فرمان سره سم او د سولې لپاره د ژمنتیا ښودولو په موخه ۱۰۰ تنه طالب زندانیان خوشي کړل.

خوشي شویو طالب زندانیانو له افغان حکومت سره قسم کړی، چې بیا به د جګړې ډګر ته نه ګرځي او خپل ورځني عادي  ژوند ته به دوام ورکوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دغه زندانیان یې د ولسمشر د فرمان پر اساس، د طالبانو له تخنیکي ټیمو سره د کړې  پرېکړې او سولې ته د ژمنتیا په پار خوشي کړي دي.

خو طالبان وايي، دوی ته د یادو زندانیانو خلاصون ځکه د منلو نه دی، چې په وینا یې دا له پروسې سره سم نه دي خلاص شوي.

طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد وايې، دوی له امریکا سره هوکړه لري او په دې هوکړه کې د زندانیانو د خوشي کېدو لپاره ځانګړې پروسه په نظر کې نیول شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، هغه زندانیان چې له پروسې سره سم نه خوشي کېږي دوی ته د منلو وړ نه دي.

مجاهد ویلي، پلاوی یې له کابل وتلی دی او دمګړی له افغان حکومت سره د زندانیانو د خوشي کولو پر سر خبرې ختمې شوې دي.

که څه هم افغان حکومت تر اوسه د طالبانو دغه دریځ ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندي یې  بیا ویلي چې د سولې او زندانیانو خوشي کولو ته ژمن دي خو دا هر څه خپل مراحل لري او پر ډېرو مواردو باید په بین الافغاني خبرو کې بحثونه وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي