۰
ولسمشر غني:

د کرونا سره د مبارزې لپاره بین المللي بنسټونو سره همغږۍ ته اړتیا ده

چهارشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۲۰:۴۰
ولسمشر محمد اشرف غني د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره خبرو کې ویلي، د کرونا سره د مبارزې لپاره له بین المللي بنسټونو سره همغږي یوه اړتیا ده
د کرونا سره د مبارزې لپاره بین المللي بنسټونو سره همغږۍ ته اړتیا ده
ولسمشر محمد اشرف غني د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره خبرو کې ویلي، د کرونا سره د مبارزې لپاره له بین المللي بنسټونو سره همغږي یوه اړتیا ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر ماڼۍ وايي، ولسمشر نن چهارشنبې د وري۲۰ مه د عامې روغتیا وزارت رهبري پلاوي سره په غونډه کې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د دې وزارت د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې وکړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ په څو پرلپسې ټوېټونو کې د ښاغلي غني له قوله ویلي، له مدیریتي نظره اوسنی تشکیل د روغتیایي خدمتونو دټولو اړتیاوو ځواب نشي.

ښاغلي غني ټینګارکړي، چې د عامې روغتیا وزارت دې په مرکز او ولایتونو کې دځانګړي اضطراري تشکیل جوړولو په اړه په خپل وړاندیز کار وکړي.

ولسمشر غني د عامې روغتیا وزارت مسوولینو غوښتي، چې د رضاکارانو د ګمارنې لپاره خپله مدیریتي طرحه وړاندې کړي او همداراز د مصرف، اجراآتو، ګمارنو او تطبیق صلاحیت دې هم مشخص کړي.

دغه راز ولسمشر غني له خپل دوهم مرستیال سروردانش غوښتي، چې د روغتیایي عاجلو صلاحیتونو دورکړې د منظورۍ په موخه پریوې لایحې کار وکړي او د تدارکاتي چارو د چټکتیا په موخه باید ملي تدارکاتو ادارې سره یوه غونډه جوړه او د اړتیا په صورت کې دې عاجل کارونه عملیاتي واحد ته وسپارل شي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۳ تنو ته رسېدلی، چې ۱۵ تنه ترې مړه شوي او ۲۰ نور ترې رغېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي