د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، افغان دولت چمتو دی، چې د سولې او زندانیانو د خلاصون په برخه کې پر مخ ولاړ شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې نن چهارشنبې د وري ۲۰ مه د هغو هېوادونو له سفیرانو سره د وېډيو کنفرانس له لارې کړې، چې په افغانستان کې ځواکونه لري.
د ملي امنیت شورا په خپله ټوټېر پاڼه لیکلي، چې د ښاغلي محب د دغه غونډې موضوعات د طالب زندانیانو خوشي کول او دسولې هڅې وې.
سرچینې ویلي، ښاغلي محب په خپلو خبرو کې و ویل، چې افغانستان چمتو دی د سولې او زندانیانو په برخه کې پر مخ لاړ شي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار زیاته کړې، چې د زندانیانو په برخه کې د حکومت او طالبانو تخنیکي ټيمونو پر ستونزمنو موضوعاتو پرمختګ کړی دی.
د یادونې ده، چې افغان حکومت همدا نن د وسله والو طالبانو ۱۰۰ تنه زندانیان له زندان څخه خوشي کړل او وايي، دغه کار یې سولې ته د ژمنتیا او ولسمشر غني د فرمان پر اساس کړی دی.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، دغه طالب بندیان د ولسمشر د فرمان پر اساس د هغوی روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅې د برخې په توګه خوشې شوي دي.
دا ۱۰۰ زندانيان په هغه اوږد لیست کې دي چې د طالبانو تخنیکي ټیم د افغان حکومت له تخنیکي سره، کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک کړی و او بحثونه یې پرې کړې وو.
افغان حکومت ویلي دا زندانیان د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ له لورې بایومتریک شوي او سوګند یې کړی چې هېڅکله به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي.
جمهورخبري آژانس:کابل