۰
د ملي امنیت شورا:

له مذاکراتو ځان ایستل سولې ته د طالبانو د نه ژمنتیا ښيي

چهارشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۵
د افغانستان ملي امنیت شورا د طالبانو دغه پرېکړې ته په غبرګون کې، چې خپل تخنیکي ټیم یې بېرته له کابله ورغوښتی، وايي، د سولې له مذاکراتو ځان ایستل په اصل کې سولې ته د طالبانو د نه ژمنتیا ښکارندويي کوي.
له مذاکراتو ځان ایستل سولې ته د طالبانو د نه ژمنتیا ښيي
د افغانستان ملي امنیت شورا د طالبانو دغه پرېکړې ته په غبرګون کې، چې خپل تخنیکي ټیم یې بېرته له کابله ورغوښتی، وايي، د سولې له مذاکراتو ځان ایستل په اصل کې سولې ته د طالبانو د نه ژمنتیا ښکارندويي کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین نن ویلي، چې نور به دوی خپل تخنیکي ټیم بېرته وروغواړي، ځکه په ادعا یې افغان حکومت د زندانیانو په خلاصون کې خنډونه جوړوي.

خو د ملي امنیت شورا ویاند د طالبانو دغه پرېکړې ته په غبرګون کې لیکلي، چې د سولې له مذاکراتو ځان ایستل په اصل کې سولې ته د طالبانو نه ژمنتیا ښيي.

نوموړي په خپل ټوېټر لیکلي د حکومت او طالبانو مذاکرات د زندانیانو په تبادلې سره یوه مهم پړاو ته رسېدلي، او په داسې  یوه مرحله کې له مذاکراتو ځان ایستل دا ښکاره کوي، چې مقابل لوری سولې ته ژمن نه دی.

ښاغلي فیصل ویلي، افغان دولت د سولې په تړاو پر خپلو ژمنو ولاړ دی او د مارچ په ۱۱ مه نېټه د ولسمشر غني دا فرمان چې پنځه زره طالب زندانیان به په پړاویزه توګه خوشي کېږي په همدې موخه وو.

د یادونې ده، چې امریکا هم د طالبانو دغه پرېکړې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دا پر یو بل فشار اچول دي، چې  دوی یې ردوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي تمه لري چې دواړه لوري د دوامداره مذاکراتو له لارې د ستونزو حل راوباسي.

پمپیو په امریکا کې یو خبري کنفرانس ته ویلي« په دې کې شک نشته چې د مذاکراتو په دوام کې به د یو قدم شاته او یو قدم مخته تللو امکانات وي، خو اوس چې د بندیانو پر سر د خبرو کوم ځنډ راوستل شوی، دا ځانښودنه ده.»

نوموړي ویلي، د فبرورۍ په اخره کې د سولې له هوکړې وروسته ځینې پرمختګونه شوي دي، خو دا رسنیو ته راوتلي دي.

ښاغلي پمپیو زیاته کړه چې په افغانستان کې ټولو لوریو ته د سیاسي جوړجاړي په اړه د خبرو پیل مهم دی تر څو د لسیزو جګړه ختمه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یووار بیا پر ولسمشر غني او عبدالله غږ وکړ چې د سیاسي ننګونو پر وړاندې حالات درک کړي.

پمپیو ټینګار کړی دی چې په راتلونکو ورځو کې باور لري چې د ستونزې د حل لپاره به واضح اقدامات پورته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي