۰
د عامې روغتیا وزارت:

ډاکتر حنیف الله حنیف د امیري روغتون د مالي مسوولانو د ګټو قرباني شو

چهارشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۶
د عامې روغتیا وزارت وايي، ډاکتر حینف الله حنیف د امیري روغتون د مالي مسوولینو د ګټو قرباني شو، نو ځکه اوس دغه روغتون بند شوی دی.
ډاکتر حنیف الله حنیف د امیري روغتون د مالي مسوولانو د ګټو قرباني شو
د عامې روغتیا وزارت وايي، ډاکتر حینف الله حنیف د امیري روغتون د مالي مسوولینو د ګټو قرباني شو، نو ځکه اوس دغه روغتون بند شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت چارواکي زیاتوي، چې د امیري روغتون ۲۵.۶ سلنه ډاکتران په کرونا ویروس اخته شوي او په همدې دلیل د دغه روغتون فعالیت د لنډ وخت لپاره درول شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن چهارشنبې د وري ۲۰ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل«د امیري کمپلکس د مسوولینو مالي حرص د دې لامل شو، چې ډاکتر حنیف الله حنیف د کرونا ویروس له امله ژوند له لاسه ورکړي او د دغه روغتون ۲۵.۶ سلنه ډاکتران په کرونا اخته شي.»

د هغه په وینا که د روغتون د چارواکو مالي حرص نه وايي، نو کوم منطق مني، چې په یوه داسې روغتون کې، چې د زړه ناروغان په کې ساتل کېږي، د طبي معیارونو خلاف دې د کرونا ټسټ هم په کې وشي.

دی وايي، د عامې روغتیا وزارت وايي دوی ته د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو ساتنه مهمه ده نو ځکه یې د امیري کمپلکس روغتون د لنډ وخت لپاره بند کړی دی.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي