۰

د بندیانو پر سره د طالبانو نه خبرې کولو ته د امریکا غبرګون

چهارشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۰
په داسې حال کې، چې طالبانو له افغان حکومت سره د زندانیانو د تبادلې پر سر خبرې درولې او خپل پلاوی یې بېرته ورغوښتی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو غبرګون ښودلی دی.
د بندیانو پر سره د طالبانو نه خبرې کولو ته د امریکا غبرګون
په داسې حال کې، چې طالبانو له افغان حکومت سره د زندانیانو د تبادلې پر سر خبرې درولې او خپل پلاوی یې بېرته ورغوښتی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو درې کسیزه پلاوی تېره اوونۍ کابل ته راغلی و او له افغان حکومت سره یې دوه ځلې د زندانیانو پر تبادله خبرې وکړې.

په دوهم ځلي ناسته کې هوکړه شوې وه، چې  د مارچ له ۳۱ مې به د زندانیانو د خلاصون لړۍ پیلېږي خو دا لړۍ تر اوسه نه ده پیل شوې او له دې وروسته طالبانو له حکومت سره خبرې بندې کړي.

طالبانو په تازه اقدام کې خپل پلاوی بېرته ورغوښتی او پر افغان حکومت یې تور پورې  کړی، چې د زندانیانو د خلاصون په برخه کې خنډونه رامنځ ته کوي.

خو افغان حکومت وايي، طالبان له ضمانت پرته نه شي خوشي کولی او د داسې قوماندانانو خلاصون هم غواړي، چې په لویو بریدونو او جنایتونو کې لاس لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د زندانیانو د تبادلې پر سر راپورته شویو ناندریو ته په غبرګون کې ویلي، دا پر یو بل فشار اچول دي، چې  دی یې ردوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي تمه لري چې دواړه لوري د دوامداره مذاکراتو له لارې د ستونزو حل راوباسي.

پمپیو په امریکا کې یو خبري کنفرانس ته ویلي« په دې کې شک نشته چې د مذاکراتو په دوام کې به د یو قدم شاته او یو قدم مخته تللو امکانات وي، خو اوس چې د بندیانو پر سر د خبرو کوم ځنډ راوستل شوی، دا ځانښودنه ده.»

نوموړي ویلي، د فبرورۍ په اخره کې د سولې له هوکړې وروسته ځینې پرمختګونه شوي دي، خو دا رسنیو ته راوتلي دي.

ښاغلي پمپیو زیاته کړه چې په افغانستان کې ټولو لوریو ته د سیاسي جوړجاړي په اړه د خبرو پیل مهم دی تر څو د لسیزو جګړه ختمه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یووار بیا پر ولسمشر غني او عبدالله غږ وکړ چې د سیاسي ننګونو پر وړاندې حالات درک کړي.

پمپیو ټینګار کړی دی چې په راتلونکو ورځو کې باور لري چې د ستونزې د حل لپاره به واضح اقدامات پورته شي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې له یوې خوا د ارګ او سپېدار اختلافات له منځه نه دي تللي او طالبانو هم تېره ورځ لومړی د بندیانو په اړه له کابل سره تخنیکي مذاکرات وځنډول او نن یې خپل ټیم بیرته وروغوښت.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي