۰
این بي سي:

ټرمپ پر افغان سوله ننداره جوړوله چې د نوبل جایزه وګټي

چهارشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۸
اېن بي سي تلوېزیون راپورو ورکړي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر افغان سوله ننداره جوړوله تر څو د نوبل جایزه وګټي.
ټرمپ پر افغان سوله ننداره جوړوله چې د نوبل جایزه وګټي
اېن بي سي تلوېزیون راپورو ورکړي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر افغان سوله ننداره جوړوله تر څو د نوبل جایزه وګټي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تلوېزیون ویلي، ټرمپ پر خپلو ملګرو فشار راوستی و څو د افغان جګړې د پای ته رسولو داسي نمایش جوړ کړي، چې ور سره دی د ټاکنیزې ژمنې پوره کول وښيي او د سولې نوبل جایزه ور کړل شي.

دغه رسنۍ ویلي، ټرمپ د سولې نوبل جایزې د ګټلو په تمه دوه اونۍ وړاندې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته ولېږه.

دوو پخوانیو او اوسنیو چارواکو دې تلوېزون ته ویلي، ټرمپ پر خپلو همکارانو ځانګړی فشار اچولی و چې د افغان جګړې د ختمولو او سولې تړون سره ده ته له اوازو داسې ډک نمایش جوړ کړي چې دی ور سره د سولې نوبل جایزه وګټي.

بلخوا یوه لوړپوړی امریکایي چارواکی وايي، د ولسمشر سلاکارانو ورته ویلي، چې افغان سوله ورو، لړزېدونکی او سخت بهیر دی او ولسمشر باید ځان له ماتېدونکي تړون سره مخ نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي