سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې هوايي ډګر ته نېږدې د توغندي د لګېدو له امله ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د وري۱۹ مه ماښام مهال د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د خوشاب په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د پولیسو ویاند څارمن جمال بارکزی وايي، توغندي پر داسې مهال په یاد کلي کې لګېدلی، چې ماشومان په لوبو بوخت وو.
د هغه په وینا په دغه پېښه کې درې ماشومان ځای پر ځای وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
دی وايي په وژل شویو ماشومانو کې یوه انجلۍ هم شامله ده او د ټولو عمرونه له ۸ تر ۱۳ کلونو پورې وو.
که څه هم د کندهار د پولیسو ویاند دا ونه ویل، چې توغندی د طالبانو له لوري ویشتل شوی که څنګه خو د قرباني شویو ماشومانو د کورنۍ غړي ادعا کوي، چې توغندی د هوايي ډګر له لوري توغول شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل