راپورونه وايي، د کرونا مړینې په امریکا کې ریکارډ ټینګ کړی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې کابو ۲۰۰۰ کسان د دغه ویروس له امله مړه شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرونا ویروس د لګېدو له پیل تر اوسه پورې دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو لوړه د مړینې کچه ده، چې رامنځ ته کېږي.
په امریکا کې د اخته کسانو شمېر ۴۰۰۴۱۲ کسه دی. د مړو شمېر ۱۲۸۵۴ کسه دی.
خو په نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۳۱۶۸۱ ته رسېدلی دی، چې تر دې دمه ۸۲۰۷۴ کسان ترې مړه شوي دي.
ایټالیا کې د مړو شمېر ۱۷۱۲۷ کسانو ته رسېدلی دی، هسپانیه کې بیا ۱۴۱۹۴۲ کسان په دغه ویروس اخته شوي او ۱۴۰۵۴ یې مړه کړي دي.
جرمني کې ۱۰۷۶۶۳ کسه په کرونا اخته دي، ایران کې ۶۲۵۸۹، برېتانیا کې ۵۵۲۴۲ او ترکیه کې بیا مثبتې پېښې ۳۴۱۰۹ ته رسېدلې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل