۰

افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شمېر ۱۴ تنو ته ورسېده

سی شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۵۰
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله په افغانستان کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۴ تنو ته رسېدلی دی.
افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شمېر ۱۴ تنو ته ورسېده
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله په افغانستان کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۴ تنو ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، د کرونا له امله یو کس په کابل او دوه تنه په ننګرهار ولایت کې مړه شوي دي.

نوموړي و ویل، هغه کسان چې ننګرهار کې د کرونا ویروس له امله مړ شوي کابو ۶۰ کلن او بل هغه یې ۵۶ کلن و.

د هغه په وینا په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۴ تنو ته ورسېده.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسان شمېر ۴۲۳ تنو ته رسېدلی، چې ډېری یې په هرات او کابل ولایتونو کې دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي