۰
مسعود اندرابي:

نور به په زور پر خلکو قرنطین عملي کړو

سی شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۳۸
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود انداربي وایي، سر له سبا به په کابل ښار کې پر خلکو قرنطین په زور عملي کړي.
نور به په زور پر خلکو قرنطین عملي کړو
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود انداربي وایي، سر له سبا به په کابل ښار کې پر خلکو قرنطین په زور عملي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي انداربي چې نن سه شنبې د وري ۱۹ مه خبرې کولې و ویل، دا چې کرونا خطرناکه وژونکي ناروغي ده، نو باید خلک قرنطین ته جدی پاملرنه وکړي.

نوموړي ویلي، که څه هم په ورا وار خلکو ته د نه ګرځېدو سپارښتنه شوې، خو خلکو عمل نه دی پرې کړی او دغه ناروغي یې جدي نه ده نیولې.

نوموړي زیاته کړه، چې  سر له سبا چهارشنبې به په کابل ښار کې ګرځبندیز سخت کړي او که څوک سرغړونه وکړي ان له زور څخه به کار ورسره واخستل  شي.

ښاغلی انداربي وايي، د دغه کار لپاره به سر له سبا ۱۶ سوه پولیس په کابل ښار کې له ۱۴ سوه موټرو سره ګرځي او پر خلکو به ګرځبندیز عملي کړي.

د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په وینا په دې برخه کې له هغه کسانو سره چې دولتي دندې لري او په چکرو وتلي وي، جدي چلند وشي.

دی د ګرځبندیز په اړه وايي، چې له څلورو استثنايي مواردو پرته یعنې هغه کسان چې روغتونونو ته ځي، هغه کسان چې رسنیو او مخابراتو کې دنده لري او هغه کسان چې خوراکي توکو ته اړتیا لري، نور پر ټولو دې دا چاره جدي پلې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي