۰

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۳ تنو ته ورسېده

سی شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۸
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۳ تنو ته ورسېده.
افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۳ تنو ته ورسېده
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۳ تنو ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن سه شنبې د وري ۱۹ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۶ مثبتې پېښې  ثبت شوې دي.

نوموړي زیاته کړه له دغه ۵۶ ثبت شویو پېښو څخه ۲۷ تنه په هرات، ۱۲ تنه کابل، ۱۰ تنه کندهار، ۵ تنه په بلخ او دوه تنه نور هم په ننګرهار ولایت کې دي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند په وینا په دې ۵۶ پېښو سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۳ تنو ته ورسېده.

د یادونې ده، چې  کرونا ویروس تر اوسه پورې په افغانستان کې د یوه ډاکتر په ګډون ۱۱ تنه مړه کړي او ۱۷ نور ترې رغېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي