ازبکستان: د افغان سولې په برخه کې مرستې ته چمتو یو

19 حمل 1399 ساعت 10:04

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف وايي، هېواد یې د افغان سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ او مرستې ته چمتو دی.


 د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف وايي، هېواد یې د افغان سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ او مرستې  ته چمتو دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کاملوف دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر سره په تلېفون کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د کاملوف له قوله وايي، ازبکستان په افغانستان کې  تل پاتې  سولې د راتګ غوښتونکی دی دي.

کاملوف ټینګار کړی، چې هېواد یې د افغانستان د سولې مذاکراتو په بهیر کې هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دی.

په ورته وخت کې حنیف اتمر هم ویلي، ازبکستان تل له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکاري کړې ده او د دغه هېواد له همکارۍ یې مننه کړې.

ښاغلي اتمر په هېواد کې د کرونا ویروس له پراختیا سره هممهاله له ازبکستان غوښتي چې د خپلو تېرو همکاریو په دوام له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي.

ازبکستان هم د لا ډېرو بشري مرستو ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126692

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126692/

جمهور
  https://www.jomhornews.com