۰

د تورخم او سپین بولدک لار له کوم محدویت پرته د افغان مسافرو پر مخ خلاصه شوه

سی شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۹
اسلام آباد کې افغان سفیر عاطف مشعل نور به له کوم محدویت پرته د سپین بولدک او تورخم لارې له پاکستان افغانستان ته د اوښتو پر مخ خلاصې وي.
د تورخم او سپین بولدک لار له کوم محدویت پرته د افغان مسافرو پر مخ خلاصه شوه
اسلام آباد کې افغان سفیر عاطف مشعل نور به له کوم محدویت پرته د سپین بولدک او تورخم لارې له پاکستان افغانستان ته د اوښتو پر مخ خلاصې وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مشعل نن سه شنبې د وري ۱۹ مه په خپل ټوېټر لیکلي، چې په همدې ډول یې له اسلام آباد سره هوکړه کړې، چې  یادې لارې به د افغان اوښتونکو پر مخ خلاصې وي.

د هغه په وینا له دې وړاندې پاکستان د دغولارو په  خلاصون یوازې زر – زر تنو ته د تېرېدو اجازه ورکوله، خو اوس به له کوم محدودیت پرته هر مسافر ته اجازه ورکړل شي چې د افغانستان خاورې ته داخل شي.

اسلام آباد کې افغان سفیر زیاته کړې، له اړوندو چارواکو سره یې هم په دې تړاو د اسانتیاو برابرولو او چمتووالي خبرې کړې دي.

بلخوا د ننګرهار ولایتي ادارې هم په خپله هغه جدي پرېکړه کې نرمښت ښودلی چې ویلي یې وو که ولسمشر هم په تورخم راواوړي نو د ۱۴ نه تر ۲۱ ورځو پورې به قرنطین کمپ ته واستول شي.

د ننګرهار والي په دې تړاو پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، د دوشنبې په ورځ زر کسان افغانستان ته له سکریننګ وروسته راواوښتل او په هیچا کې مشکوک علایم ونه لیدل شول، چې له کبله یې ټولو ته د قرنطین پر ځای کور ته د تګ اجازه ورکول شوه.

شاه محمود میاخیل د قرنطین له پریکړې سره د مسافرو او د هغوی د خپلوانو له سختو مخالفتونو وروسته همدا راز لیکلي، د پروسې دومره سختول یې یوازې د جدي چیک کولو لپاره وو اوبیا هم که په چا کې مشکوک علایم ولیدل شي، قرنطین ته به یې واستوي.

په ورته وخت کې د کندهار ولایتي ادارې هم په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په چمن دروازه را اوښتیو پنځه نیم زره افغانانو ته یې جدي توصیه کړې ده چې په کورونو کې تر ۱۴ ورځو پورې ځانونه قرنطین کړي.

کندهار کې د راستنېدونکو افغانانو لپاره د ننګرهار په څېر کوم قرنطین کمپ نه جوړ شوی خو ولایتي اداره یې وايي، د مشکوکو پېښو لپاره یې دروازې ته نږدې امبولانسونه چمتو درولي دي تر څو ناروغان په کې قرنطین ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د اپریل له ۶مې تر ۱۰مې پورې د تورخم او چمن دروازې په یو طرفه ډول پرانیستې تر څو بند پاتې شوي افغانان خپلې خاورې ته واوړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي