۰

د کرونا سره د مبارزې لپاره ۹ ولایتونو ته ۴۳۰ میلیونه افغانۍ لېږدول کېږي

یکشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۲۲:۵۰
له کرونا سره د مبارزې لپاره د ۹ مرکزي او سویل ختیځو ولایتونو۴۳۰ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.
د کرونا سره د مبارزې لپاره ۹ ولایتونو ته ۴۳۰ میلیونه افغانۍ لېږدول کېږي
له کرونا سره د مبارزې لپاره د ۹ مرکزي او سویل ختیځو ولایتونو۴۳۰ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پکتیکا، لوګر، ارزګان، بامیان او دایکنډي هر یو ولایت ته ۳۰ میلیونه افغانۍ؛ غزني، خوست او پکتیا هر ولایت ته ۶۰ میلیونه افغانۍ او کندهار ولایت ته ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې او لېږدول کېږي.

ارګ نن یکشنبې د وري ۱۷ مه په یوه اعلامیه کې ویلي، ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د وېډیو کنفرانس له لارې له کرونا سره د مبارزې د ولایتي کمېټو د اقداماتو په اړه د غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، کندهار، ارزګان، زابل، بامیان او دایکنډي والیانو سره خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې، د یادو ولایتونو والیانو په دې کنفرانس کې وویل چې د خلکو د راټولېدو مخه یې نیولې ده او د حکومتي ادارو، خصوصي سکَټور، مدني ټولنو او د ولسوالیو شوراګانو ترمنځ یې همغږي هم رامنځته کړې ده.

دوی زیاتوي، په دغو ولایتونو کې یې د خوارکي موادو قېمتونه کنټرول کړي، ځینو سیمو کې یې دوا پاشلې او د لا زیاتو تجهیزاتو لپاره د تدارک غوښتنه کوي.

ولسمشر یو ځل بیا دوی ته سپارښتنه کړې ده چې د کرونا د لا پراختیا مخنیوی وکړي او هر اړخیز تدابیر دې ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۵۰ تنو ته رسېدلې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۵۰ مثبت پېښې ثبت شوې او یو تن بل ځینې مړ شوی دی.

تر اوسه په ټول هېواد کې د کرونا ویروس له امله ۸ تنه مړه شوي او ۱۷ تنه نور ترې رغېدلي دي.

دغه راز د عامې  روغتیا وزارت وايي، تر ۲ زره ډېرې زیاتې مشکوکې پېښې  لابراتوارونو ته رسېدلي، چې تر څېړنې لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي