۰

شاهین: خوشي کېدونکي زندانیان به بیا جګړې ته نه ګرځي

یکشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۴
د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، په افغان زندانونو کې د دوى بندیان به تر خوشې کېدو وروسته د جګړې ډګر ته ستانه نشي.
شاهین: خوشي کېدونکي زندانیان به بیا جګړې ته نه ګرځي
د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، په افغان زندانونو کې د دوى بندیان به تر خوشې کېدو وروسته د جګړې ډګر ته ستانه نشي.

طالبانو که څه هم پخوا ټینګار کاوه چې له بندیانو یې باید ضمانت وانخیستل شي خو د حکومت او طالبانو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د بندیانو د خوشې کېدو په اړه له خبرو وروسته اوس دا ډله وايي، د دوی بندیان به تر ازادېدو وروسته د جګړې ډګر ته ستانه نشي.

د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي« زموږ بندیان به خپلو کورونو ته راستانه شي او اړتیا نشته چې جګړې ته مخ کړي، له امریکا سره په هوکړه لیک مو په دې اړه تضمین شوی چې زموږ بندیان به د جګړې لیکو ته نه ستنېږي.»

له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوېد فیصل  ویلي وو، له تخنیکي پروسې وروسته به د بندیانو د خوشې کېدو زمینه سازي وشي.

د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي وو چې د مارچ په ۳۱ مه ڼېټه به د بندیانو د تبادلې لړۍ پیل شي خو دغه پروسه تر اوسه نه ده پیل شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي