۰

اتمر: افغان سولې لپاره به نړیواله اجماع رامنځته کړم

یکشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۸
د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د سولې لپاره به نړیواله اجماع رامنځ ته کړي.
اتمر: افغان سولې لپاره به نړیواله اجماع رامنځته کړم
د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د سولې لپاره به نړیواله اجماع رامنځ ته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر دغه څرګندونې پرون شنبې د وري ۱۶ مه وروسته له هغې په یوه اعلامیه کې کړې، چې نوموړی د ولسمشر غني د یوه حکم پر اساس د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو.

ښاغلي اتمر په دغه اعلامیه کې د ولسمشر دا پریکړه منلې او د افغانستان په اړه د پیاوړې اجماع راوستلو هوډ یې ښکاره کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، له خپل ټیم سره تر سلا مشورو وروسته یې د ولسمشر حکم ته مثبت ځواب ورکړی او دی به د افغان سولې لپاره د نړیوالو او سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره قوي اجماع راوستلو هڅه وکړي.

د یادونې ده، چې اتمر له عبدالهادي ارغندیوال، طاهر ظهیر وروسته دریمه لویه ګمارنه ده چې ولسمشر یې په خپله کابینه کې کوي.

محمد حنیف اتمر په تېرو دوو لسیزو کې د کلیو پراختیا وزیر، د پوهنې وزیر، کورنیو چارو وزیر او په وروستیو کې یې د ملي امنیت سلاکار په توګه کار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي