۰

محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

شنبی ۱۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۳
د ولسمشر محمد اشرف غني د دوو جلا حکمونو پر اساس، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکه.
محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو
د ولسمشر محمد اشرف غني د دوو جلا حکمونو پر اساس، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې چې نن شنبې د وري ۱۶ مه خپره شوې راغلي، ولسمشر د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې حکم پر اساس، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکه او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

محمد حنیف اتمر د هیواد له مطرح او اغېزناکو سیاسي شخصیتونو دی، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د کلیو پراختیا وزیر، د پوهنې وزیر، کورنیو چارو وزیر او په وروستیو کې یې د ملي امنیت سلاکار په توګه کار کړی دی.

د یادونې ده، چې ولسمشر تر دې وړاندې عبدالهادي ارغنديوال د مالیې وزارت د سرپرست او نوماند وزیر، محمد طاهر زهیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نوماند وزیر، احمد ضیا د ملي امنیت د عمومي رییس، محمد ایوب سالنګي د سیمه ییزه ارګانونو ادارې د مالي او اداري معین، روح الله نیازی د یادې ادارې د شاروالیو د چارو معین، محمد داود سلطان زوی د کابل ښاروال او محمد شاکر کارګر د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر د رییس په توګه ټاکلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي