۰

هرات کې د انسان تښتوونکو یوه ډله نیول شوې ده

شنبی ۱۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۶
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو او ملي امنیت ځواکونو په هرات ولایت کې د انسان تښتونکو یوه درې کسیه ییزه ډله نیولې ده.
هرات کې د انسان تښتوونکو یوه ډله نیول شوې ده
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو او ملي امنیت ځواکونو په هرات ولایت کې د انسان تښتونکو یوه درې کسیه ییزه ډله نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن شنبې د وري ۱۶ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه درې کسیزه انسان تښتونکي ډلې  په هرات ولایت کې په انسان تښتونه کې لاس درلود، چې همدلته نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دغه ډلې څه موده وړاندې هم هرات ولایت کې یو صراف تښتولی وو.

سرجینه زیاتوي، دغه ډله له څه وخت راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وه، چې باالاخره د ملي پولیسو او ملي امنیت په یو لړ عملیاتو کې د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په ده تپه کلي کې ونیول شول.

له دغه کسانو څخه دوه کړۍ لاسي بمونه، ۲۴۳۰۰۰ افغانۍ، یوه اندازه نظامي تجهیزات، یوه اندازه مهمات او یو عراده موټر ترلاسه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي