راپورونه وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړو ساتونکو یا پي پي اېس یو مهم غړی په کابل کې د نامعلومه وسله والو له خوا وژل شوی دی.
د جمهورآژانس د خبر له مخې که څه هم ارګ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په خواله رسنیو د وژل شوي کس خپلوانو او ملګرو د دغه خبر پخلی کړی دی.
ویل کېږي د ولسمشر غني د ځانګړو ساتونکو یا پي پي ایس مهم غړی قیام مقصودي تېر (جمعه د وري ۱۵ مه) ماښام د کابل په پغمان ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
خو د قیام مقصودي خپلوانو او ملګرو پر ټولنیزو رسنیو د هغه انځورونه خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې وسله والو قیام مقصودي په پغمان کې په نښه کړی دی.
دا په وروستیو شپږو میاشتو کې د ولسمشر غني دویم ساتونکی دی چې وژل کېږي.
تر دې وړاندې د ولسمشرد ساتونکو قومندان هم لومړی په یو برید کې ژوبل او بیا ومړ.
جمهورخبري آژانس:کابل