د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د کرونا ویروس خطر ته په اشارې ویلې، دا یې وخت دی، چې افغان حکومت او طالبان جګړه ودروي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوتریس نن جمعه د وري ۱۵ مه له طالبانو سره خبرو لپاره د افغان حکومت له لوري د مذاکراتي ټیم ټاکل او اعلان ستایلي دي.
نوموړي د طالبانو او افغان حکومت د تخنیکي ډلو ترمنځ د مخامخ خبرو یادونه هم وکړه او د جګړې له ښکیلو غاړو وغوښتل چې د جګړې په ځای دې باید ټول پام د کروناویروس سره مبارزې ته واړوي.
ده و ویل«په داسې حال کې چې دکروناویروس په –افغانستان- کې خپریږي، زما په باور دا یې وخت دی چې افغان حکومت او طالبان جګړې ودروي. موږ یې بشپړ ننګه کوو.»
ښاغلي ګوتریس د کروناویرس چټکې خپرېدا ته په کتو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جګړې په ټولو ښکېلو غاړو غږ وکړ چې اوربند وکړي او یوازې دې د کروناویروس په ضد مبارزه وکړي.
هغه وویل چې د ملګرو ملتونو شاوخوا ۷۰ غړو، نادولتي ادارو، مدني ټولنو او نورو ادارو د اوربند غوښتنه بدرګه کړې ده.
ښاغلي ګوتریس په خپلو خبرو کې د جګړې په ښکیلو غاړو غږ وکړ چې روغتیايي ډلو او چارواکو ته اجازه ورکړي چې په جګړه ځپلو سیمو کې د کرونا او د دغه ویروس له خطر سره مبارزه وکړي او اړو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو مخه ونه نیسي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشيداسې مهال له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې جګړه ختمه کړي، چې له طالبانو سره بین الافغاني مذاکرات پیل شوينه دي. ټاکل شوې چې په دغو مذاکراتو کې په اوربند باندې هم خبرې وشي.
په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۲۸۵ کسان د کرونا په ویروس اخته دي او شپږ تنه مړه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل