۰
د ارګ نوې ټاکنې:

طاهر زهیر وزیر، سالنګي او نیازی معیان او قتالي والي وټاکل شو

جمعه ۱۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۲۲:۱۳
طاهر زهیر وزیر، سالنګي او نیازی معیان او قتالي والي وټاکل شو
ولسمشرغني د جلا فرمانونو پر اساس محمد طاهر زهیر د اطلاعاتو او کلتور نوماند وزیر، محمد ایوب سالنګي د سیمه ییزه ارګانونو د مالي او اداري معین په توګه ټاکلي.

دغه راز ولسمشر غني روح الله نیازی د سیمه ییزه ارګانونو ادارې د شاروالیو د معین او سید وحید قتالي یې د هرات د والي په توګه ټاکلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادو کسانو د ټاکنې پخلي ولسمشرۍ ماڼۍ نن جمعه د وري ۱۵ مه په خپله فسبوک پاڼه کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د اساسي قانون د ۶۴ مادې  د ۱۱ بند د حکم سره سم د ښاغلي زهیر نوماندي ولسمشر غني ته منظوره ده او د باور رایو تر لاسه کولو لپاره به ولسي جرګې ته ورمعرفي شي.

د یادونې ده، چې زهیر تر دې وړاندې د بامیانو والي او ایوب سالنګي بیا د کورنیو چارو پخوانی امنیتي معین وو.

تر دې وړاندې ولسمشر غني عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت د سرپرست او نوماند په توګه، محمد داود سلطان زوی د کابل د ښاروال په توګه او محمد شاکر کاګر بیا د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر د رییس په توګه ټاکلي او په رسمي توګه معرفي کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي