۰

افغانستان کې د ملګرو ملتونو یو کارکوونکي هم په کرونا اخته شوی

جمعه ۱۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۱
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یوناما اعلان کړی چې یو سیمه ییز کار کوونکی یې پر کرونا ویروس اخته شوی دی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو یو کارکوونکي هم په کرونا اخته شوی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یوناما اعلان کړی چې یو سیمه ییز کار کوونکی یې پر کرونا ویروس اخته شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یوناما لخوا نن جمعه د وري ۱۵ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، یوه افغان مامور یې په هرات کې معاینات کړي او په کرونا ویروس اخته شوی دی.

سرچینې د هغه د ژر رغیدا د هیلې ترڅنګ ویلي چې هغه د روغتیایي لارښوونو سره سم قرنطین شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۳ تنو ته رسېدلی او تازه دوه تنه مړه شوي هم دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي